Pashto

د مهارت لرونکي ژبپوه پروګرام

مهارت لرونکي ژبپوهان هغه عسکر دي کوم چې په یوه بهرنۍ ژبه باندې تسلط لري او د نظامي استخباراتو د نظامي حرفوي تخصص 35P کې شامل شوي وي. څنګه چې له هغوی څخه دا نه غوښتل کیږي چې په DLI کې د ژبې زده کړه ترسره کړي، هغوی د متخصص په رتبه باندې په عسکري خدمت کې جلب کیږي او د جلب کیدلو اضافي امتیازي پیسي ترلاسه کوي. د دفاع د ژبې د صلاحیت آزموینه کې د ابتدایي 2/2 یا تر هغه ښه لیاقت لرلو سربیره، په نورو وړتیاوو کې د متحده ایالاتو تابعیت (حتمي دی)، د پیل په آزموینه او فزیکي وړتیا کې بریالي کیدل، او د امنیتي تصفیې لپاره وړتیا شامل دي.

(09L) ژباړونکی/ترجمان

د یوه ملت دفاع د بهرني ژبې، ورځ پاڼو، مجلو، رادیویی خپرونو او نورو منابعو څخه په تر لاسه شوو معلوماتو پورې اړه لري. په همدې دلیل دا اړینه ده چه د پوځ یو شمیر سرتیري د نړۍ د زیات شمیر ژبو څخه په یو شمیر باندي د خبرو توان او وړتیا ولري. دا امر د منځني ختیځ د هیوادونو یعني په عراق او افغانستان کې تر بل هرځای ډیر مهم دي. اوس مهال پوځ د منځني ختیځ په یو شمیر غوره شوو ژبو باندي د حاکمیت لرونکو فعالو او یا هم ذخیره کسانو لپاره د کار فرصتونه چمتو او وړاندي کوي.

د دفاع د ژبې انستیتیوت (35W او منتخب MOS)

په کومه بهرنۍ ژبه نه پوهیږئ خو غواړئ چې زده يي کړئ؟ د دفاع د ژبې انستیتیوت د بهرني ژبې مرکز د یو پراخ شمیر ژبو تدریس کوي چې د ملت اړتیاوي پوره کړي. په ابتدایي عسکري خدمت کې د شاملیدلو د معیارونو برسیره، هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لري هغه د دفاع د ژبې د آزموینې د حداقل معیارونو پوره کول دي.

نور معلومات

د بهرنۍ ژبې د استخدام ابتکار

دا پروګرام مستحقو درخواست کوونکو ته اجازه ورکوي کوم چې انګلیسي یي لومړنۍ ژبه نه ده، چې د متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړي. درخواست کوونکي باید د وسله والو ځواکونو د وړتیا په آزموینه کې د 31-26 د آزموینې د وړتیا نمري ترلاسه کړي.

انګلیسي د دویمي ژبې په توګه زده کړه

دا زده کړه د هغو وړ او مستحقو درخواست ورکوونکو لپاره ده چې په انګلیسي ژبه دخبرو کولو لپاره یو څه ښه والي ته اړتیا لري. هغوی مخکې له دي چې ابتدایي روزنه ترلاسه کړي، د ژبې په دې روزنه کې برخه اخلي.

Army Strong Stories

    maintenance icon

    ArmyStrongStories.com
    is currently undergoing maintenance.

    Please try again later.
    Visit Army Strong Stories directly here.

PreviousNext

Discussions

GoArmy.com Discussion Boards
is currently undergoing maintenance.

Please try again later.
Visit the Discussion Board directly here.

PreviousNext