Pashto

د ځانګړي امنیتي صلاحیت تایید

د ژبپوه په توګه د کار کولو ډیرې دندې د شالید د کتلو او امنیتي مرکو غوښته کوي چې د اشد محرم د ځانګړي امنیتي صلاحیت تایید ترلاسه کړي. ځیني کسان له نظامي خدمت وروسته دا ځانګړي امنیتي صلاحیت تایید د ملکي او/یا دولتي وظیفو له پاره کاروي، چې په هغه کې فدرالي تحقیقاتي اداره(FBI) ، د ملي امنیت اداره  (NSA)او هغه شرکتونه شامل دي چې په ژبه کې مهارت لرونکو مامورینو ته اړتیا لري.

د دفاع د ژبي انستیتیوت (DLI)

 جنګیدلو د لومړنۍ زده کړو وروسته، چې نهه اوونۍ وي، تاسو به د ژبې د روزنې لپاره د دفاع د ژبې انستتیتیوت (DLI)  ته حاضر شئ. DLI، چې په نړۍ کې د ژبې د روزنې له لومړینو ښوونځیو څخه دی، په ډیرو بیلابیلو ژبو کې تخصصي لارښوونې وړاندې کوي. ستاسو د فردي پرمختللي روزنې برسیره، ستاسو د ژبې زده کړه به له 6 نه تر 16 میاشتو پورې وخت ونیسي. په DLI کې ستاسو د زده کړي د یوې برخې په توګه، تاسو به همدا رنګه د هغې ژبې په اړه چې زده کوي يي د هغو خلکو په اړه چې په دي ژبه خبرې کوي د هغوی د تاریخ، کلتور او خلکو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

آزموینه او شرایط

پوځ د دفاع د ژبې د صلاحیت آزموینه (Defense Language Aptitude Battery) څخه کار اخلي چې دا ارزونه وکړي هغه کسان چې مورنۍ ژبه یي انګلیسي وي، یوه بله ژبه په څومره بریالیتوب سره زده کولی شي. د DLAB نمرې د ژبې د زده کړي لپاره د ستونزي کچه ټاکي.

ه تاسو له اوله په یوه بهرنۍ ژبه خبرې کوئ، د دفاع د ژبې د صلاحیت لرلو آزموینه (DLAB) کې په یوه ژبه د تسلط لرلو اساسي کچه د 2/2 نمره یا تر هغه ښه ده. که چیرته د د کومې ژبې لپاره DLAB موجود نه وي، کولی شو د دفاع د ژبې انستیتیوت د بهرني ژبي د مرکز له لارې د ژبې د شفاهي مهارت مرکه ترتیب کړو.

ملکی مسلک

ه عسکري کې د خپل وخت له بشپړولو وروسته، تاسو کولی شئ په دولتي ادارو، لکه د تحقیقاتو فدرالي اداره(FBA) ، د استخباراتو مرکزي اداره(CIA) ، د امنیت ملي اداره(NSA) ، د وطن امنیت(HS) ، او یا د تعلیم یا نړیوال تجارت په برخو کې د ملکي کار په لټه کې شئ.

ګټي او انګیزې

 ټولو عادي ګټو برسیره، ژبپوهانو ته په بهرنۍ ژبه د خبرو کولو د مهارت امتیاز هم ورکول کیږي چې هغوی تشویق کړي خپل د ژبې مهارتونه وساتي او نور یي هم ښه کړي. ژبپوهانو ته د هرې هغې ژبې په بدل کې چې هغوی په روانه خبرې پري کولی شي تر 400 ډالرو پورې ورکول کیږي او کولی شي د میاشتي تر 1000 ډالرو پورې ترلاسه کړي.

همدا رنګه تاسو کیدی شي د عسکري په دنده کې د شاملیدلو لپاره تر40,000 ډالرو پورې امتیاز او د پوځي پوهنځي د بودیجي لپاره تر 85,536 ډالرو پورې ترلاسه کړئ. او یا هم، تاسو کولی شي تر 65,000 ډالرو پورې ترلاسه کړئ چې د پوځ د پور د بیرته ورکړي د پروګرام له لارې د تحصیلي دورې پورونه بیرته ورکړئ، چې دا په هغو 40,000 برسیره دي چې په عسکري کې د شاملیدلو لپاره ترلاسه کوئ. په پوهنځي کې د زده کړي د کورسونو کریډیت تاسو ته د پرمختګ او اضافي پیسو وړتیا درکوي.

استخدام له مسؤل سره خبرې وکړئ

اسو کولی شئ د متحده ایالاتو په پوځ کې د ژبپوه/ترجمان کیدلو یا نورو فرصتونو په اړه له موږ نه هر ډول پوښتنه وکړئ. زموږ د استخدام مسؤلین آماده دي هر څومره ژر چې کیږي ستاسو پوښتنو ته ځواب درکړي.

موږ ته زنګ ووهئ     فارسي     پښتو     دری

د نورو معلوماتو غوښتل

یا غواړئ د متحده ایالاتو په پوځ کې د ژبپوه په توګه د کار کولو په اړه نور معلومات د پستي له لارې درولیږو؟ په لاندې لینک کې ورکړ شوي فورمه بشپړه کړئ (ځیني برخي یي اختیاري دي) او تاسو به د یوې یا دوو اونیو دننه په خپله غوښتل شوي ژبه کې معلوماتي کتابچه ترلاسه کړئ. هغه معلومات چې په خپله خوښه د متحده ایالاتو له پوځ سره شریک کړی شوي وي، هغه به له نورو ډلو سره شریک نه کړی شي، او له هغوی څخه به یوازې د استخدامولو لپاره کار واخیستل شي. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ او زموږ د محرمیت او امنیت خبرتیا ولولئ.

د معلوماتو غوښتل

Army Strong Stories

    maintenance icon

    ArmyStrongStories.com
    is currently undergoing maintenance.

    Please try again later.
    Visit Army Strong Stories directly here.

PreviousNext

Discussions

GoArmy.com Discussion Boards
is currently undergoing maintenance.

Please try again later.
Visit the Discussion Board directly here.

PreviousNext